مقامی ۲۲ مئی ۲۰۲۶

په ګډاني کې د 31 اربه روپو نشه يي توکي او بهرنۍ شراب نیول شوي

کوټه/ګډاني (نوې پښتو) پاکستان نیوي او د بلوچستان ایکسائز، ټیکسېشن او اینټي نارکوټکس ادارې (ساوتھ زون حب) د ګډ استخباراتي عملیاتو پر مهال د ګډاني په ساحلي سیمه کې د نړیوالې اسمګلنګ یوه ستره هڅه ناکامه کړه او د 31 اربه روپو په ارزښت نشه يي توکي او بهرنۍ شراب یې ونیول. د ایکسائز بلوچستان ډي جي محمد زمان وویل چې په عملیاتو کې 425 کلوګرامه آئس (میتھ ایمفیټامین)، شاوخوا 10 زره بوتلونه او کینونه د بهرنیو شرابو او بییر ترڅنګ 20 کلوګرامه چرس هم ترلاسه شوي دي. چارواکو ویلي چې قاچاقبران غوښتل د سمندري لارې نشه يي توکي نړیوالو بازارونو ته ورسوي او بهرنۍ شراب پاکستان ته داخل کړي. د نیول شویو بهرنیو شرابو ارزښت نږدې 35 کروړه روپۍ ښودل شوی او ټول نیول شوي توکي د قانوني کارروایۍ لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي. محمد زمان زیاته کړه چې بلوچستان د “پوست فري” صوبې جوړولو لپاره په بېلابېلو ضلعو کې عملیات روان دي او د نشه يي توکو پر ضد مبارزه به لا نوره هم ګړندۍ شي۔