کوټه (نوې پښتو) د بلوچستان د روغتیا صوبایي وزیر بخت محمد کاکړ ویلي دي چې په بلوچستان کې ولس ته د معیاري روغتیايي اسانتیاوو برابرول د حکومت لومړیتوب دی او د صوبې په ټولو ضلعي روغتونونو کې د نوو اسانتیاوو برابرولو لپاره بیړني ګامونه اخیستل کېږي. نوموړي د بېلابېلو پلاوو سره د خبرو پر مهال وویل چې په لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې د ډاکټرانو او طبي عملې کمښت د پوره کولو لپاره به ډېر ژر نوې ګمارنې پیل شي. هغه وویل چې حکومت په لویو روغتونونو کې د نوې مشینرۍ، درملو او ایمرجنسي اسانتیاوو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه کوي، څو ناروغانو ته غوره درملنه برابره شي. بخت محمد کاکړ زیاته کړه چې د مور او ماشوم د روغتیا پروګرام نور هم اغېزناک کېږي او په ټیچنګ روغتونونو کې د اصلاحاتو له لارې د علاج نظام پر عصري بنسټونو برابرېږي. هغه ټینګار وکړ چې د روغتیا په څانګه کې به شفافیت او د ولس خدمت یقیني کېږي او هېڅ ډول غفلت به ونه زغمل شي۔
