کوټه(ویب نیوز)په بلوچستان کې له وسلهوالو ډلو سره د یوځای کېدو او ناقانونه فعالیتونو په تور له خپلو زامنو او وروڼو څخه د کورنیو د بېلتون د اعلانونو لړۍ روانه ده. د کوټې، مستونګ او کچهي نورو کورنیو له خپلو هغو غړو سره د اړیکو پرېکولو اعلان کړی چې د وسلهوالو ډلو د غړیتوب او ناقانونه فعالیتونو تورونه پرې دي. په کوټه کې د جهانزېب، نورزېب، انور، مجیب، قاسم او عبیدالله کورنیو، په مستونګ کې د یونس شاهواني کورنۍ او په کچهي کې د عنایت الله، عبدالنافع، طائب او یاسر کورنیو له هغوی څخه د بېلتون څرګندونه کړې ده. کورنیو ویلي، که د دوی خپلوان د وسلهوالو ډلو پر اجنډا کار کوي، دوی به ورسره هېڅ اړیکه ونه ساتي. د شته شمېرو له مخې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې په بلوچستان کې له ۱۰۸ څخه زیاتو کورنیو دا ډول اعلانونه کړي دي.
