تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

په کوټه کې د اېل پي جي یو کیلو ۶۵۰ روپۍ، د کورني سلنډر بیه ۷۸۰۰ روپیو ته ورسېده

کوټه(ویب نیوز)په کوټه کې د اېل پي جي یو کیلو بیه ۶۵۰ روپیو ته رسېدلې او د ۱۲ کیلوګرامه کورني سلنډر بیه تر ۷۸۰۰ روپیو پورې پلورل کېږي. سوداګر خبرداری ورکوي چې که له ایران سره تړلې لارې بندې پاتې او د اکمالاتو ستونزه حل نه شي، نو د یوه کیلو بیه ښايي له زرو څخه تر ۱۲۰۰ روپیو پورې لوړه شي. د طبیعي ګاز د کم فشار او د ژمي له امله د اېل پي جي غوښتنه زیاته شوې، خو لوړې بیې کورنۍ، رکشه چلوونکي، هوټلونه او تنورونه له مالي ستونزو سره مخ کړي دي. ښاریانو او سوداګرو له حکومته غوښتنه کړې چې اکمالات بېرته عادي کړي، د بیو څارنه وکړي او د مصنوعي کمښت او ناجایزې ګټې مخه ونیسي.