تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

د پرنس آغا محمد خان خوندي راخوشې کېدل، د امنیتي ځواکونو بریالی عملیات، د جان اچکزۍ ادعا

کوټه(ویب نیوز)پخواني صوبايي وزیر جان اچکزۍ ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو په یوه مهم عملیاتو کې د خان آف قلات ولیعهد پرنس آغا محمد خان په خوندي توګه راخوشې کړی دی. هغه پر ټولنیزه شبکه اېکس په خپل بیان کې ویلي چې عملیات د امنیتي ځواکونو د مسلکي وړتیا، اغېزمنې تګلارې او استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي. جان اچکزۍ د پرنس آغا محمد خان کورنۍ ته د هغه د راخوشې کېدو مبارکي هم ورکړې ده.