تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

په جنوبي وزیرستان کې د انګور اډې پر سرحدي سیمه ډزې، د افغان پوستو پر ضد د ځوابي اقدام ادعا

جنوبي وزیرستان (وېب نیوز) د جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر ویلي چې د انګور اډې په سرحدي سیمه کې له افغان سرحدي پوستو څخه پر پاکستاني پوستو ډزې شوې، چې امنیتي ځواکونو یې ځواب ورکړی دی. په بیان کې ادعا شوې چې د ځوابي اقدام پر مهال افغان سرحدي پوستې، د هاوان ځایونه او دفاعي مورچې په نښه شوې او وروسته افغان طالبان له خپلو پوستو وتلي دي. د مرستیال کمېشنر په وینا، د پاکستان په سرحدي سیمو کې د ځاني زیان کومه پېښه نه ده راپور شوې.