تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

سیاستوال دې شخصي اړیکې پرېږدي او د هېواد لپاره کار وکړي، محسن نقوي

اسلام‌اباد (وېب نیوز) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي ویلي، که سیاستوال خپلې شخصي اړیکې او ګټې یوې خوا ته کړي او د پاکستان لپاره کار پیل کړي، هېواد به له هېڅ شي سره مخ نه وي. د امریکن سنټر فار اېکسیلنس تر سیوري لاندې یوې غونډې ته په وینا کې نوموړي وویل چې الله تعالی چې چا ته مسوولیت ورکوي، د هغه حساب هم اخلي. محسن نقوي ځوانان د هېواد مهمه شتمني وبلله او ویې ویل چې حکومت د معلوماتي ټکنالوژۍ له برخې سره پراخه مرسته کړې ده.