تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

سعودي ائتلاف د حوثیانو د توغندي او بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو ادعا وکړه

کوټه (ویب نیوز) د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ادعا کړې، چې د یمن د حوثیانو له خوا توغول شوی بالستیک توغندی یې د سعودي عربستان د جنوبي سیمې پر لور د تګ پر مهال په هوا کې له منځه وړی دی. ائتلاف په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې د عسیر ولایت په فضا کې یې د حوثیانو یوه بې پیلوټه الوتکه هم رانسکوره کړې ده. دغه پېښه د سعودي د ملکي دفاع ادارې له خوا په ابها او خمیس مشیط ښارونو کې د احتمالي برید د خطر د خبرداري شاوخوا یو ساعت وروسته رامنځته شوې ده. چارواکو له خلکو غوښتي چې امنیتي لارښوونې عملي کړي.