تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

د پټرولو د بیې ټاکلو نوې کړنلاره، اضافي پیسې به مصرفوونکو ته د اسانتیا په توګه ورکړل شي

کوټه (ویب نیوز) فدرالي حکومت د پټرولو د بیې ټاکلو کړنلاره بدله کړې او تېلو تصفیه کوونکو کارخونو ته یې لارښوونه کړې، چې د وارداتي بیې او د تصفیې د ټاکلې بیې ترمنځ توپیر ملي خزانې ته وسپاري. د دې پیسو په اندازه به د پټرولو د بیې د کمولو له لارې مصرفوونکو ته اسانتیا ورکړل شي. د انرژۍ وزارت د پټرولیم څانګې په وینا، فدرالي کابینې نوې کړنلاره منظوره کړې ده. د پټرولو وارداتي بیه به د پاکستان سټېټ تېلو د اړوندې بېړۍ د اصلي لګښتونو پر بنسټ ټاکل کېږي، په داسې حال کې چې پریمیم، نور لګښتونه او ګمرکي محصول به د ۲۰۲۶ کال د مارچ د اوومې نېټې د کچې له مخې ساتل کېږي. تصفیه کوونکې کارخانې به هره ورځ د خپلو پلورنو او ورکړو معلومات اوګرا او د پټرولیم څانګې ته وړاندې کوي.