تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

د سعودي عربستان په ابها ښار کې بېړنی خبرداری، خلکو ته په خوندي ځایونو کې د پاتې کېدو لارښوونه

کوټه (ویب نیوز) د سعودي عربستان په ابها ښار کې د بېړنیو حالاتو د ملي خبرداري سیسټم له لارې خلکو ته د احتمالي خطر په اړه خبرداری ورکړل شوی او د احتیاطي تدابیرو د نیولو سپارښتنه شوې ده. د سعودي ملکي دفاع له خلکو غوښتي، چې په خوندي ودانیو او له کړکیو لرې داخلي خونو کې پناه واخلي، له غیر ضروري وتلو ډډه وکړي او له پرانیستو ځایونو، بالکونیو او چتونو لرې پاتې شي. چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې، چې یوازې پر رسمي معلوماتو باور وکړي او د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو اړوند انځورونه او ویډیوګانې خپرې نه کړي.