تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

د افغان پوځ ۲۲۲ نویو سرتېرو پوځي روزنه بشپړه کړه

کوټه (ویب نیوز) د افغانستان د دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو په روزنیز مرکز کې ۲۲۲ ځوانو سرتېرو له درې میاشتنۍ پوځي، عقیدوي او مسلکي روزنې وروسته فراغت ترلاسه کړ. په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د دفاع وزارت د روزنې او زده کړو مشر شیخ داد محمد محمدي او د قول اردو یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و. ویناوالو نویو فارغانو ته د نظم، مسلکي مهارتونو او د ملي دندو د ترسره کولو سپارښتنه وکړه او ویې ویل، چې دغه روزل شوي کسان به د هېواد په دفاع او امنیت کې مهم رول ولوبوي.