تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

پر قطري ایل اېن جي وړونکې بېړۍ برید، قطر سخته غندنه وکړه

کوټه (ویب نیوز) قطر په عرب خلیج کې پر خپلې مایع طبیعي ګاز وړونکې بېړۍ «المیاده» برید په کلکه غندلی او هغه یې د سمندري امنیت او د نړۍ د انرژۍ د رسولو لپاره خطرناک بللی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه بېړۍ د قطر د ګازو د لېږد شرکت «نقلات» ملکیت ده او د پېښې د لاملونو او د برید د عاملانو د پېژندلو لپاره څېړنې پیل شوې دي. قطر اعلان کړی، چې د نړیوال قانون له مخې د خپلو بېړیو، عملې او ملي ګټو د خوندي ساتلو لپاره د اړینو اقداماتو حق لري.