کوټه (ویب نیوز) د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سلاکار انور قرقاش ویلي، هېواد یې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د ډیپلوماټیک حل هیله لري، خو له بدترین حالت سره د مخامخ کېدو لپاره هم چمتووالی نیسي. نوموړي په بحرین کې د منامه ډایلاګ غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د سیمې په ګټه نه ده چې یو ځل بیا د جګړې پړاو ته ولاړه شي، نو ځکه ډیپلوماټیک پرمختګ اړین دی. د هغه په وینا، د قطر منځګړو په تهران کې له ایراني چارواکو سره خبرې کړې او دغه اړیکې په ابوظبۍ کې هم روانې وې. بل لور ته د ایران ستر مشر مجتبی خامنهیي پوځي قوماندانانو ته لارښوونه کړې، چې هر ډول ګواښ ته سمدستي او له جغرافیایي محدودیتونو پرته ځواب ورکړي.
