کوټه (ویب نیوز) د قطر دولتي خبري اژانس ویلي، چې په فارس خلیج کې پر مایع طبیعي ګاز وړونکې بېړۍ «المعیده» له نامعلوم لوري یو توغندی لګېدلی دی. راپور وايي، پېښه د جمعې په ماښام شوې، خو د بېړۍ د عملې هېڅ غړی نه دی ټپي شوی او چاپېریال ته هم زیان نه دی اوښتی. د قطر د ګازو د لېږد شرکت ویلي، چې بېړۍ خوندي ده او خپل فعالیت ته دوام ورکولای شي. قطر د دې پېښې په اړه د سمندري امنیت او د انرژۍ د لېږد د خوندي ساتلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
