تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

ایران د برېتانیا سمندري ځواک او شاهي هوايي ځواک ترهګر سازمانونه اعلان کړل

کوټه (ویب نیوز) د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د برېتانیا سمندري ځواک او شاهي هوايي ځواک یې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړي دي. همدارنګه د برېتانیا استخباراتي اداره «اېم آی سکس» یې د مخالفو ډلو په نوملړ کې شامله کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا پرېکړه د ملي امنیت عالي شورا د پرېکړې او د برېتانیا د اقداماتو په غبرګون کې شوې ده. تهران ویلي، چې د دې ګام موخه د ملي امنیت او ګټو ساتنه ده او د جګړې پر مهال یې د امریکا او اسراییلو سره د برېتانیا پوځي همکاري هم د پرېکړې یو لامل بللی دی.