تازه خبرونه ۲ نومبر ۲۰۲۶

ڔپېټرول په لیټر ۳ روپۍ او ۴۰ پیسې او ډیزل ۷ روپۍ او ۷۶ پیسې ارزانه شول

اسلام‌آباد (ویب نیوز) حکومت د پېټرولیم مصنوعاتو په بیو کې د کمښت اعلان کړی دی. د پېټرولیم ډویژن د نوټیفیکېشن له مخې د پېټرول بیه په لیټر ۳ روپۍ او ۴۰ پیسې او د ډیزلو بیه ۷ روپۍ او ۷۶ پیسې کمه شوې ده. د نوې بیې له مخې پېټرول ۳۷۴ روپۍ او ۵۱ پیسې او ډیزل ۳۹۵ روپۍ او ۲۰ پیسې فی لیټر ټاکل شوي دي. د نوې بیې اطلاق د نومبر دویمې نېټې د شپې له دولسو بجو شوی دی.