تازه خبرونه ۲ نومبر ۲۰۲۶

روسیه، چین او عمان پر ایران د امریکا د احتمالي بریدونو په اړه اندېښنه لري

مسکو/بیجینګ (ویب نیوز) روسیې، چین او عمان پر ایران د امریکا د احتمالي نویو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د ملي امنیت شورا له سکرتر محسن رضایي سره ټېلېفوني خبرې کړې دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هم د ایران د دفاع پر حق د خپل هېواد ملاتړ تکرار کړی دی. د چین ولسمشر شي جین پینګ او د عمان سلطان هیثم بن طارق پر امریکا او ایران ټینګار کړی چې د اسلام‌آباد د مفاهمې یادښت عملي او رسمي مذاکرات بېرته پیل کړي. بلخوا خلیجي هېوادونه اندېښنه لري چې د نوې جګړې په صورت کې به د امریکا پوځي اډې او د انرژۍ تاسیسات د ایران د ځوابي بریدونو هدف وګرځي.