اسلامآباد (ویب نیوز) وزیراعظم شهباز شریف د چین د کمونېست ګوند د نړیوالو چارو له وزیر لیو های شینګ او ورسره مل پلاوي سره لیدلي دي. وزیراعظم ویلي چې د پاکستان او چین دوستي پر متقابل باور او د دواړو هېوادونو د ولسونو پر ژورو اړیکو ولاړه ده او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره سیاسي تماسونه مهم دي. په لیدنه کې د سوداګرۍ، پانګونې، سیمهییزو اړیکو، اطلاعاتي ټېکنالوژۍ او نړیوالو فورمونو کې د همکارۍ ترڅنګ پر سیمهییزو او نړیوالو چارو خبرې وشوې. چینایي وزیر د خپل مشرتابه نېکې هیلې ورسولې او له پاکستان سره یې د پخوانۍ دوستۍ د لا پیاوړتیا ډاډ ورکړ. وزیراعظم د مېلمه پلاوي په ویاړ ماښامنۍ هم ورکړه.
