مقامی ۲۲ مئی ۲۰۲۶

د پنجګور نه د میجر شوکت پیپلز ګوند کې شمولیت د خوښۍ وړ اقدام، صابر علي بلوچ

کوئټه: د پخواني ډپټي چیئرمین سینیټ او د پاکستان پیپلز ګوند مرکزي ایډیشنل سیکرټري ویلي دي چې د پیپلز ګوند بنسټ د ولس خدمت دی او د چیئرمین بلاول بټو زرداري په قیادت کې سیاسي مشران په پرله‌پسې ډول ګوند ته شاملېږي۔ نوموړي دا څرګندونې د پنجګور له مشهور سیاسي شخصیت میجر شوکت د پیپلز ګوند سره د شمولیت په موقع په خپل بیان کې وکړې او ویې ویل چې د میجر شوکت د شاملېدو سره به ګوند په پنجګور کې لا نور پیاوړی شي، ځکه هغه د ولسي خدمت اوږده تجربه لري او د سیمې د خلکو لپاره یې تل کار کړی دی، صابر علي بلوچ وویل چې پیپلز ګوند د بې وزله او محرومو خلکو د حقونو لپاره تل غږ پورته کړی او د بلوچستان په ځانګړي ډول پنجګور د محرومیو د ختمولو لپاره به خپل مهم رول ته دوام ورکړي۔