کوټه (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې ضلعي څانګې د ګاز د بلونو د غیرمعمولي زیاتوالي او لوډشیډنګ پر ضد د نومبر پر پنځمه، د پنجشنبې په ورځ، د ماسپښین په درې بجو د احتجاج اعلان کړی دی. د صوبایي مشر نصرالله خان زېرې په مشرۍ د ضلعي کمېټې په غونډه کې وویل شول چې ځینو کورنیو مصرفوونکو ته د یوازې ۵۰ یونټونو ګاز په استعمالولو هم له ۱۸ زرو روپیو زیات بلونه لېږل کېږي. غونډې له وفاقي حکومت، اوګرا او سوئي سدرن ګاز کمپنۍ وغوښتل چې غیرمعمولي بلونه بېرته واخلي، خلکو ته رعایت ورکړي او کورنیو مصرفوونکو ته د ګاز پرلهپسې رسونه یقیني کړي. په غونډه کې د نومبر پر لسمه د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن د کوټې ضلعي کنفرانس د جوړولو پرېکړه هم وشوه. ګوند له خلکو وغوښتل چې په احتجاج کې پراخه ګډون وکړي.
