سبی: د کوئټې په ګډون د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د عید الاضحیٰ په رارسېدو سره د څارویو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي او د مالدارانو له خوا په هره منډۍ کې د 70 زرو روپیو نه کم څاروی تقریباً نه موندل کېږي، چې له امله یې عام خلک له سختو مشکلاتو سره مخ شوي دي، په همدې ډول د سبزیجاتو او نورو ورځني توکو نرخونه هم لوړ شوي دي، د سبی او شاوخوا سیمو کې د ایرانی پیټرولو بیه هم تر 300 روپیو فی لیټر پورې رسېدلې چې د خلکو اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړې دي، د مهینګایۍ له امله ګڼې کورنۍ د سنت ابراهیم د ادا کولو څخه پاتې شوي او د حکومتي ادارو د خاموشۍ له امله عام ولس سخت اندېښمن دی، ټولنیزو او سیاسي حلقو د کمشنر کوئټه او نورو لوړ پوړو چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د بیو کنټرول لپاره عملي ګامونه واخلي او خلکو ته د عید په موقع ریلیف ورکړي۔
