کوټه (وېب نیوز) د سوئي ګاز د درنو او مبینه ناسمو بلونو پر ضد ښاریانو احتجاج وکړ او سمنګلي سړک یې د ټرافیکو پر مخ وتاړه، چې له امله یې د تګ راتګ بهیر اغېزمن شو. مظاهره چیانو وویل، د بلونو غیرمعمولي زیاتوالي او د میټرونو د مبینه ناسمې لوستنې له امله کورني مصرفوونکي له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او د محدود عاید لرونکي خلک د زرګونو او لکونو روپیو بلونه نه شي ورکولی. دوی له چارواکو وغوښتل چې د میټر لوستنې او بلونو د جوړولو نظام وڅېړي، ناسم بلونه اصلاح او خلکو ته رعایت ورکړي.
