چمن (وېب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبایي مشر اصغر خان اڅکزی له مقدمې څخه تر ډسچارج کېدو وروسته خوشې شو. نوموړی د اکتوبر پر ۲۱مه د ضمانت له رد کېدو وروسته نیول شوی و او محکمې لومړی د څلورو او بیا د اوو ورځو لپاره پولیسو ته سپارلی و. د مقدمې د اورېدنې پر مهال د وژل شوي کس د پلار له بیان وروسته محکمې اصغر خان اڅکزی له مقدمې څخه ډسچارج کړ، چې په پایله کې یې له زندانه خوشې شو.
