مقامی ۲۲ مئی ۲۰۲۶

د نیپا وفد د یو این ډي پي کوئټه دفتر لیدنه وکړه، د پرمختیایي پروژو په اړه بریفنګ ورکړل شو

کوئټه: د نیشنل انسټیټیوټ آف پبلک اډمینسټریشن (نیپا) د 46م مډ کیریر مینجمنټ کورس ګډونوالو یو وفد د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې د کوئټې دفتر مطالعاتي دوره وکړه، چې پکې ورته په بلوچستان کې د روانو پرمختیایي پروژو، د پایدار پرمختیایي اهدافو او د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو د فعالیتونو په اړه تفصیلي بریفنګ ورکړل شو، په دې موقع د UNDP، UNFPA او نورو نړیوالو ادارو د همکاریو لاندې د روغتیا، تعلیم، ښځو د حقونو، صافو اوبو، ماحولیاتو او لمریزې انرژۍ پروژو په اړه معلومات شریک شول، چارواکو وویل چې په لرې پرتو سیمو کې د بنسټیزو سهولتونو برابرول لوی چلنج دی خو د بې وزلۍ د کمولو او د ولسي فلاح لپاره پرمختیایي پروګرامونه په بریالیتوب سره روان دي، د دورې په پای کې د نیپا وفد له خوا ذوالفقار دراني ته د یادګاري شیلډ ورکړل شو۔