اسلام آباد (وېب نیوز) د سېنېټ د کم پرمختللو سیمو د دایمي کمېټې فرعي کمېټې غونډه د کنوینر سېنېټر جان محمد بلېدي په مشرۍ وشوه، چې پکې د آغازِ حقوقِ بلوچستان پکېج، پرمختیايي پروژو او د وفاقي دندو د کوټې ارزونه وشوه. چارواکو وویل، د دې پکېج له مخې د ۱،۹۸۴.۳ اربه روپیو په منظور شوې بیه ۱۳۸ پروژې روانې دي او په روان مالي کال کې د بلوچستان لپاره ۱۹۳ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي. د اوبو د ۱۸ پروژو ټول لګښت ۳۶۹.۳ اربه روپۍ ښودل شوی او د منګي ډېم د کار ۸۰ سلنه بشپړ شوی دی. سېنېټر جان محمد بلېدي د پنجګور ډېم او ګېش کور سټېوریج ډېم د لګښتونو پر زیاتوالي او پر ځايي خلکو د احتمالي اغېزو اندېښنه څرګنده کړه او له سپارکو او واپډا څخه یې د راپور غوښتنه وکړه. د اېن اېچ اې چارواکو په وینا، د کوټې ویسټرن بای پاس ۸۶ سلنه او د آواران ـ هوشاب سړک ۶۴ سلنه کار بشپړ شوی دی. په غونډه کې د بلوچستان کوټې له مخې د ۴۵۰۰ څخه د زیاتو دندو د اعلان او د انلاین پورټل د تخنیکي ستونزو موضوع هم وڅېړل شوه. کنوینر د عمر له حده د پورته نوماندانو د غوښتنلیکونو د نه ثبتېدو ستونزې د سمدستي حل کولو لارښوونه وکړه.
