مقامی ۲۲ مئی ۲۰۲۶

مسلم لیګ (ن) د هېواد پرمختګ او د ولس سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي: شیخ زرک مندوخیل

سبی: د پاکستان مسلم لیګ (ن) صوبایي غړي اسمبلۍ شیخ زرک خان مندوخیل ویلي دي چې مسلم لیګ (ن) د هېواد د پرمختګ او د ولس د سوکالۍ لپاره په هر فورم کې خپلې هڅې روانې ساتي او د بلوچستان په خلکو کې د دې ګوند جرړې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي. هغه وویل چې د ګوند کارکوونکي دې خپل ټول توان د دې لپاره وکاروي چې مسلم لیګ (ن) په بلوچستان کې لا قوي او منظم کړي. نوموړي زیاته کړه چې مسلم لیګ (ن) له خپل قیام راهیسې تر اوسه ډېرې قربانۍ ورکړي او د ولس د حقیقي استازي په توګه یې د ولس ضد اقداماتو پر وړاندې کلک دریځ خپل کړی دی. هغه وویل چې د ګوند کارکوونکي د هرې سیاسي ډلې ملا تیر ګڼل کېږي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به عملي ګامونه پورته شي. شیخ زرک مندوخیل زیاته کړه چې د بې روزګارۍ له منځه وړلو او د هېواد د پرمختګ لپاره به هڅې دوام ولري او د سوکالۍ دغه بهیر به روان ساتل کېږي.