کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د ترهګرۍ ضد څانګې کارکوونکي محمد آصف په کوټه پرېس کلب کې خبري غونډې ته په وینا کې پر خپلې پخوانۍ مېرمنې او پولیس حوالدار یاسر جدي تورونه ولګول او له اعلی وزیر، د پولیسو له مشر او د بلوچستان له ستر قاضي څخه یې د انصاف غوښتنه وکړه. د هغه په وینا، په ۲۰۰۸ کال کې له واده وروسته حوالدار یاسر د ده په کورنیو چارو کې لاسوهنه پیل کړه او د مرګ ګواښونه یې هم ورته کړي وو. محمد آصف ادعا وکړه چې پخوانۍ مېرمن یې له کوره ۱۵ لکه روپۍ نغدې، دوه تولې سره زر، د بحریه ټاون د دوو پلاټونو اسناد، نور سامان او درې ماشومان له ځان سره وړي دي. هغه وویل، اړوندو چارواکو ته یې څو ځله غوښتنلیکونه ورکړي، خو د پلټنو په برخه کې تر اوسه پرمختګ نه دی شوی. نوموړي غوښتنه وکړه چې د ده سامان او د ملکیت اسناد دې بېرته ورکړل شي او د ټولو اړوندو کسانو په اړه دې شفافې پلټنې وشي. دا تورونه محمد آصف په خپله خبري غونډه کې لګولي دي.
