کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان صوبایي روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ ویلي، صوبایي حکومت خلکو ته د معیاري روغتیايي اسانتیاوو برابرولو، د دولتي روغتونونو د ښه کولو او د درملنې د نظام د عصري کولو لپاره ګامونه پورته کوي. له بېلابېلو پلاوو سره په خبرو کې هغه وویل، د اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په مشرۍ په روغتونونو کې د عصري وسایلو، درملو، بېړنیو خدماتو او د طبي کارکوونکو د کارکردګۍ ښه کولو ته پاملرنه کېږي. د هغه په وینا، د لرې پرتو سیمو بنسټیز روغتیايي مرکزونه او ضلعي روغتونونه باید فعال شي، څو خلک د درملنې لپاره نورو صوبو ته د تګ اړتیا ونه لري. نوموړي اړوندو چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې د خلکو شکایتونو ته رسېدنه وکړي او د روغتیايي اسانتیاوو په برابرولو کې له غفلت څخه ډډه وکړي.
