کوئټه: د بلوچستان د چاپېریال او اقلیمي بدلون صوبایي سلاکار نسیم الرحمن خان ملاخیل ویلي دي چې د چاپېریال ککړتیا دا مهال د نړۍ لپاره یوه لویه ننګونه ګرځېدلې ده او که پر وخت او مؤثر اقدامات ونه شي نو د دې منفي اغېزې به د انسانانو پر ژوند، زراعت، ځنګلونو، د اوبو پر سرچینو او عمومي چاپېریال لا زیاتې شي. هغه وویل چې بلوچستان د طبیعي ښکلا او سرچینو څخه ډک صوبه ده او د دې چاپېریال ساتنه زموږ ملي او اخلاقي ذمه واري ده. نوموړي زیاته کړه چې د هوا ککړتیا، د موټرو دود، د فابریکو غیر معیاري کثافات، د پلاسټیک کڅوړو بې حده استعمال او د صفایۍ خراب نظام چاپېریال سخت اغېزمن کړی چې له امله یې د ساه او جلد ناروغۍ زیاتې شوې دي. نسیم الرحمن ملاخیل وویل چې د بلوچستان حکومت د ونو کېنولو کمپاینونو، د شین انرژۍ ودې، چاپېریال دوستو پروژو او د صنعتي ادارو د څارنې له لارې د ککړتیا د مخنیوي لپاره هڅې کوي او د چاپېریال قوانینو سرغړونکو پر ضد د سختو اقداماتو لارښوونې هم شوې دي. هغه له ځوانانو، زده کوونکو، مدني فعالانو او رسنیو وغوښتل چې د عامه پوهاوي په لوړولو کې خپل رول ادا کړي څو راتلونکو نسلونو ته پاک، شین او خوندي چاپېریال برابر شي.
