تازه خبرونه ۳ نومبر ۲۰۲۶

په منجرا کې پر موټر ډزې، د دوو نجونو په ګډون درې کسان ټپیان شول

کوټه (وېب نيوز) د کوهلو ولسوالۍ د ماوند تحصیل په منجرا سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو پر یوه موټر ډزې کړې دي، چې له امله یې د دوو نجونو په ګډون درې کسان سخت ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، ټپیان د کوهلو مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او پولیسو سیمه کلابنده کړې ده. د پېښې په تړاو د بریدګرو د نیولو هڅې او پلټنې روانې دي.