هرنائي: د ضلعي کمپلېکس هرنائي کې د پاکستان او چین ترمنځ د سفارتي اړیکو د ۷۵ کلونو پوره کېدو په مناسبت یوه درنه او پرتمینه غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د ضلعي انتظامیې له خوا جوړه شوې وه چې پکې ډپټي کمشنر ارشد حسین جمالی، ایس پي عبدالحفیظ جھکراني، ایډیشنل ډپټي کمشنر محمد سلیم ترین او د بېلابېلو ضلعي ادارو چارواکو، د پریس کلب هرنائي صدر محمد عارف ترین او نورو خبریالانو په ځانګړي ډول ګډون وکړ. په دې موقع ډپټي کمشنر او نورو چارواکو د پاکستان او چین ملي بیرغونه پورته کړل، ملي سرودونه وغږول شول او د پولیسو چاک وچوبند ډلې سلامي وړاندې کړه.
