تازه خبرونه ۳ نومبر ۲۰۲۶

په هرنايي کې د پېکا قانون او د خبریالانو د جبري ګوښه کولو پر ضد احتجاج

هرنايي (وېب نيوز) د پاکستان فېډرل یونین اف جرنلسټس د مرکزي بلنې له مخې د هرنايي مطبوعاتي کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وشوه. خبریالانو د ۲۰۰۷ کال د نومبر د درېیمې نېټې د بیړني حالت د کلیزې، له رسنیو څخه د خبریالانو د جبري ګوښه کولو، په بلوچستان کې د خبریالانو د دفترونو تړلو او د معاشونو د نه ورکړې پر ضد تورې پټۍ وتړلې او تور بیرغ یې پورته کړ. د مطبوعاتي کلب مشر محمد عارف ترین وویل، د پېکا قانون پلي کول، د خبریالانو ګوښه کول او د معاشونو ځنډول د منلو وړ نه دي. نوموړي له حکومته وغوښتل چې د مطبوعاتو خپلواکي خوندي او خبریالانو ته له فشار پرته د دندو ترسره کولو زمینه برابره کړي.