تازه خبرونه ۳ نومبر ۲۰۲۶

د ګران سون توکو له امله د ترانسپورټ څانګه له ستونزو سره مخ ده، ټرانسپورټران

کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان د ټرانسپورټرانو د اقدام کمېټې مشر حاجي حبیب الله خان بادیزي، عمومي منشي میر اکبر لهړي او نورو چارواکو پر پټرولو د هر لیټر ۸۰ روپیو لېوي اخیستلو په اړه د حکومتي اعتراف په غبرګون کې اندېښنه څرګنده کړې ده. د دوی په وینا، د تېلو لوړې بیې د موټرو لګښتونه، کرایې او د ورځنیو اړتیاوو د توکو بیې لوړوي، چې دروند بار یې عام خلک زغمي. هغوی له فدرالي حکومته غوښتنه کړې چې پر پټرولیمي توکو لګېدلې لېوي ژر او په څرګند ډول راکمه کړي، څو د ټرانسپورټ څانګې ته اسانتیا برابره شي.