اسلام آباد: د فدرالي تعلیم او مسلکي روزنې وزیره مملکت وجیهه قمر ویلي دي چې د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ اړیکو ته وده ورکولو کې ولسي او تعلیمي اړیکې کلیدي رول لوبوي. هغې د بنګله دېشي پلاوي په درناوي جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ تعلیمي همکاري په سیمه کې د علمي اړیکو نوې بېلګه ده او دا به لا پراخه کړل شي. نوموړې وویل چې پاکستان بنګله دېش نالج کوریډور د دواړو هېوادونو ترمنځ علمي، څېړنیزې او کلتوري اړیکې پیاوړې کوي. هغې زیاته کړه چې یوازې په شپږو میاشتو کې د دواړو هېوادونو تعلیمي اړیکو کې د پام وړ پرمختګ شوی، په بنګله دېش کې د پاکستاني پوهنتونونو نندارتونونو ته ښه هرکلی ویل شوی او سلګونه زده کوونکي د سکالرشپونو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي. هغې وویل چې سلګونه بنګله دېشي زده کوونکي پاکستان کې زده کړې کوي او د دوهم پړاو بشپړ فنډ سکالرشپونو اعلان هم شوی دی، چې له مخې به ګډې څېړنې، فیکلټي تبادله او ډیجیټل زده کړې نورې هم پراخې شي.
