تازه خبرونه ۲۲ مئی ۲۰۲۶

په خضدار کې د موبایل انټرنیټ بندښت یو کال پوره شو، ولس له سختو ستونزو سره مخ

خضدار: په خضدار کې د موبایل انټرنیټ سروس بندښت او د مخابراتي اسانتیاوو خراب وضعیت یو کال پوره کړی، خو لا هم دا ستونزې نه دي حل شوې. ځايي خلکو ویلي چې سیمه د شخصي انټرنیټ کمپنیو او نا منظم نظام تر اغېز لاندې ده، او ځايي استازي او اداره خاموشه پاتې دي. د خلکو په وینا شخصي کمپنۍ له خلکو لوړې فیسونه اخلي، خو سرکاري ادارې لکه PTCL یوازې ځانګړو کسانو ته خدمات ورکوي. د انټرنیټ نشتوالي له امله زده کوونکي، کاروباري خلک او بهر مېشتو کورنیو سره اړیکې سختې اغېزمنې شوي دي. ولس غوښتنه کړې چې حکومت دې ژر تر ژره د انټرنیټ ستونزه حل کړي.