کوټه (وېب نیوز)امنیتي سرچینو ویلي چې د خیبر پښتونخوا د کرم ضلعې په شلوزان سېکټر کې د پاک افغان پولې له لارې د فتنة الخوارج د یوې ډلې د ننوتلو هڅه ناکامه شوې ده. د سرچینو په وینا د پېښې پر مهال د افغان طالبانو له لوري ډزې وشوې، چې په ځواب کې پاکستاني ځواکونو اقدام وکړ او د افغان طالبانو سرحدي پوستو ته یې زیان ورساوه. امنیتي سرچینو ادعا کړې چې د وسلهوالو د ننوتلو هڅه ناکامه شوې، په داسې حال کې چې په وروستیو ورځو کې د پولې په اوږدو کې د ډزو او نښتو ګڼې پېښې شوې دي.
