کوټه (وېب نیوز)د پنجاب د پاکپتن ضلعې په دیپالپور روډ کې د مسافروړونکي بس او لس ټایره ټرېلر د ټکر له امله ۱۱ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي. د ژغورنې ادارې په وینا بس له ملتان څخه قصور ته روان و چې له ټرېلر سره وجنګېد. په مړو کې د پیرا فورس او د ګزمې د پولیسو کارکوونکي هم شامل دي او په ټپیانو کې ۱۴ ښځې دي. مړي او ټپیان د پاکپتن ضلعي روغتون ته لېږدول شوي، چېرې چې بېړنی حالت اعلان شوی دی. پنځه سخت ټپیان ساهيوال ته لېږدول شوي دي. د پنجاب وزیراعلیٰ مریم نواز د پېښې پر امله خواشیني څرګنده کړې او د ټپیانو لپاره یې د غوره درملنې او د پېښې د راپور غوښتنه کړې ده.
