پاکستان ۲۲ مئی ۲۰۲۶

چمن–کراچۍ “پاکستان ایکسپریس وے” پروژه چټکه روانه، این-25 به څلورلین شي

کوئټه: په بلوچستان کې د ټرانسپورټ، تجارت او مواصلاتي نظام د بدلون لپاره د “پاکستان ایکسپریس وے” پروژه په چټکۍ سره روانه ده. د نیشنل های وے اتھارټي (NHA) له مخې د این-25 سړک پراخولو او اپګریډ کولو دا لویه پروژه په 2025 کې پیل شوې او هدف یې د 2027 تر اکتوبره بشپړول دي. د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به د چمن نه تر کراچۍ پورې سفر یوازې اته ساعتونو ته راکم شي. چارواکي وایي چې دا پروژه د 327 اربه روپو په لګښت جوړیږي او د څلورلین سړک ترڅنګ به ریسټ ایریاګانې، هوټلونه او د خدماتو مرکزونه هم جوړ شي. د کوژک په غرنۍ سیمه کې دوه عصري ټنلونه هم جوړېږي. چارواکي وایي چې دا پروژه به د بلوچستان اقتصاد، ټرانسپورټ او د افغانستان سره تجارتي اړیکې لا قوي کړي.