مقامی ۲۲ مئی ۲۰۲۶

د چاغي سیاه جنگ سیمه کې درې نامعلوم مړي موندل شوي، لا هم پېژندنه نه ده شوې

چاغي: د چاغي ضلعې په سیاه جنگ سیمه کې د درې نامعلومو کسانو سخت مسخ شوي مړي موندل شوي دي چې د ابتدایي قانوني او طبي کاروايۍ وروسته د دالبندین پرنس فهد هسپتال ته لېږدول شوي دي. د هسپتال انتظامیې ویلي چې د مړو حالت دومره خراب دی چې سمدستي یې پېژندنه نه شي کېدای او دا کار به د فرانزک او میډیکو لیګل راپور له بشپړېدو وروسته ممکن شي. د هسپتال ایم ایس ډاکټر لونګ خان عیسی زئي ویلي چې د مړو اصلي پېژندنه به د DNA او تفصیلي معاینې وروسته څرګنده شي. د اسسټنټ کمشنر طاهر خان سنجراني په وینا، دا مړي به د لا تفصیلي څېړنو لپاره کوئټه ته ولېږدول شي. له بلې خوا د ابتدایي معلوماتو له مخې شک څرګند شوی چې دا کسان ممکن د ریکوډک کمپنۍ هغه کارکوونکي وي چې د 2026 د مې په 17 مه نیول شوي وو، خو رسمي تایید به د فرانزک راپور وروسته وشي.