اسلاماباد (رپورټ) — د وزیراعظم سلاکار او سناتور رانا ثناءالله خبرداری ورکړی چې که هند د پاکستان اوبه بندې کړي، دا به د جګړې په توګه وکتل شي، او د داسې هڅې په صورت کې د بګلیهار بند په نښه کېدای شي.هغه د یوې ټلوېزیوني مرکې پر مهال وویل چې پاکستان باید په درې تر څلورو ځایونو کې د اوبو ستر زېرمتونونه جوړ کړي، څو که هند اوبه خوشې کړي نو ذخیره یې کړي او که یې بندې کړي نو له خپلو زېرمو څخه استفاده وکړي. د ده په وینا، د اوبو زېرمو د جوړولو لپاره تګلاره د واپډا او اړوندو ادارو سره موجوده ده.رانا ثناءالله زیاته کړه چې د هېواد له ولسمشر سره هم په دې اړه لیدنه شوې، او دا به د سند او پنجاب ترمنځ هوکړې ته اړتیا ولري چې د اوبو زېرمتونونه جوړ شي. هغه وویل چې د چناب سیند پر سر د اوبو د زېرمو جوړولو وړاندیز هم شوی دی.نوموړي یادونه وکړه چې کله په پنجاب کې د اوبو د زېرمو د جوړولو خبره شوې وه، نو د سند له لوري اندېښنې څرګندې شوې وې، او اوس هم دا اندېښنې شته. د ده په وینا، که زېرمتونونه جوړ شي، نو هند به ونه شي کولای چې اوبه د فشار یا وسلې په توګه وکاروي.هغه دا هم وویل چې د اوبو د مسئلې د حل لپاره باید نړیوال فورمونه هم وکارول شي، او د هېواد دننه هم د صوبو ترمنځ خبرې اترې ډېرې مهمې دي. د ده په خبره، د سند حکومت اوس هم د اوبو د زېرمو په اړه اندېښنې لري چې باید له نږدې وڅېړل شي.رانا ثناءالله د کلا باغ بند یادونه هم وکړه او ویې ویل چې که دا بند په خپل وخت جوړ شوی وای، نو اوس به وضعیت بل ډول و، خو د ده په ټکو، د دې بند اهمیت د پاکستان له ګټو لوړ نه دی.هغه په پای کې وویل چې پاکستان باید د نړۍ مخې ته د هند کړنې بربنډې کړي. د هغه په وینا، اوربند تر اوسه برقرار دی، په سیمه کې وضعیت حساس دی، او پاکستان هڅه کوي چې د اړخونو ترمنځ د دوامداره اوربند لپاره منځګړیتوب وکړي.
