مقامی ۲۲ مئی ۲۰۲۶

ډيره مراد جمالی کې د پولیس موبایل سره نږدې د هینډ ګرنیډ برید، ۱۵ کسان ټپیان شول

ډيره مراد جمالی: د ډي سي چوک په سیمه کې د پولیس موبایل سره نږدې د هینډ ګرنیډ چاودنه شوې چې له امله یې ۴ پولیس اهلکارو په ګډون ۱۵ کسان ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، کله چې پولیس موبایل ګشت روان و نو موټرسایکل سپرو کسانو هینډ ګرنیډ د پولیس موبایل په لور وغورځاوه او له سیمې وتښتېدل. په ټپیانو کې پولیس اهلکار ارشاد علي، حوالدار ریاض احمد، سیف الله، رب نواز او ګڼ شمېر عام وګړي شامل دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي. له درملنې وروسته ۶ کسان لاړکانې ته د لا پرمختللي علاج لپاره استول شوي دي. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو لټون روان دی. د نصیرآباد ایس ایس پي اسد ناصر هم روغتون ته تللی او د ټپیانو عیادت یې کړی دی.