پاکستان ۵ مئی ۲۰۲۶

که لاک‌ډاون ختم نه شو، د مې پر ۱۴ به په ټول هېواد کې احتجاج وشي: آل پاکستان د تاجرانو اتحادیه

سلام‌اباد (رپورټ) — آل پاکستان د تاجرانو اتحادیې اعلان کړی چې که لاک‌ډاون ختم نه شي، نو د مې په ۱۴مه به په ټول هېواد کې پراخ احتجاجونه ترسره کړي. اتحادیې له حکومته غوښتنه کړې چې مارکېټونو ته دې د شپې تر لسو بجو پورې د پرانیستې اجازه ورکړل شي او هوټلونه دې ټوله شپه خلاص وي.په اسلام‌اباد کې د خبري غونډې پر مهال د اتحادیې مشر اجمل بلوچ وویل چې تېرو څلورو کلونو کې بزګران، صنعتکاران او تاجران له سختو ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا، لومړی د غنمو او سبزیو کروندګر زیانمن شول او اوس هره ورځ فابریکې تړل کېږي.هغه پر وفاقي ادارو نیوکه وکړه چې په اسلام‌اباد کې د پنجاب سخت قوانین نافذ شوي او تاجرانو ته سزاوې ورکول کېږي، خو د سند حکومت د مشورې په برخه کې مثبت چلند لري.اجمل بلوچ غوښتنه وکړه چې د زیوراتو پلورونکو او نورو دوکاندارانو ځورول د ټیکس په نوم بند کړل شي، او د ماښام اته بجې د مارکېټونو د بندولو پرېکړه سمدستي بېرته واخیستل شي، که نه نو د مې په ۱۴مه به په ټول هېواد کې کاربندیز او احتجاجونه وشي.د تاجرانو مشرانو دا هم وویل چې د برېښنا لوړې بیې، چې په پیک ساعتونو کې تر یونټ ۱۶۰ روپیو پورې رسېږي، او اداري فشارونو کاروبار سخت اغېزمن کړی دی. د هغوی په وینا، نور لاک‌ډاون ورته د منلو وړ نه دی.