پاکستان ۲۲ مئی ۲۰۲۶

آئین، پارلېمان او ازادې صحافت د ژغورنې لپاره به پراخ تحریک پېلوو، محمود خان اڅکزئی

اسلام آباد (نوی ژوند)محمود خان اچکزئی د قومي اسمبلۍ غونډې او وروسته پارلېمان هاوس کښې خبريالانو سره خبرو پر مهال وويل چې په هېواد کښې د آئین، پارلېمان، عدالتونو او ازادې صحافت د کمزورې کولو هڅې روانې دي او د دې پر ضد به “تحریک تحفظ آئین پاکستان” پراخ، جمهوري او پرامنه تحریک چلوي۔ هغه وويل که د عمران خان ګوند غړي له ايوان څخه ووځي نو کورم نه پوره کېږي، ځکه پارلېمان بايد د ولس د طاقت سرچينه وي او ازاده صحافت د جمهوريت ژوندی روح دی۔ محمود خان اڅکزي غوښتنه وکړه چې عمران خان ته دې د ډاکټرانو د سپارښتنو مطابق طبي اسانتياوې ورکړل شي، د ملاقاتونو بنديزونه دې ختم کړل شي او زرګونو نيول شوو کسانو سره دې انساني چلند وشي، ځکه د ده په وينا په هېواد کښې سياسي تاؤتريخوالی، ګراني، بې روزګاري او د ولس ستونزې خطرناک حد ته رسېدلي دي۔ هغه وويل اپوزيشن به د آئین، عدالتونو او پارلېمان د واک او احترام لپاره خپله مبارزه جاري ساتي او که حکومت د ولس اواز ته غوږ ونه نيسي نو د اختر نه پس به هم د دوی احتجاجي بائيکاټ او سياسي تحريک دوام ولري۔