تازه خبرونه ۷ نومبر ۲۰۲۶

امریکا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ۲۰ میلیونه ډالره انعام اعلان کړ

کابل (وېب نيوز) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اټومي پروګرام، اړوندو ساینسپوهانو، تجهیزاتو او ټکنالوژۍ په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره تر ۲۰ میلیونه ډالرو پورې نغدي انعام ټاکلی دی. د فاکس نیوز د راپور له مخې، د دغه وزارت د «عدالت لپاره انعام» پروګرام د نومبر پر ۶مه په ټولنیزه شبکه اېکس کې اعلان کړی چې د ایران د اټومي پروګرام، اړوندو شتمنیو او اشخاصو په اړه د معلوماتو ورکوونکي ښايي د نغدي انعام او خوندي ځای ته د لېږدولو مستحق شي. وزارت له خلکو غوښتي چې خپل معلومات د سیګنال اپلېکېشن یا د تور شبکې له لارې له امریکايي چارواکو سره شریک کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران د اټومي پروګرام د ساینسپوهانو، کارکوونکو، ټکنالوژۍ، وړتیاوو او اړوندو ادارو په اړه معلومات غواړي. دغه اعلان په داسې حال کې شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د احتمالي بیاځلي پوځي بریدونو په اړه غور کوي او د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې روانې دي.