تازه خبرونه ۷ نومبر ۲۰۲۶

پاکستان د سکواش د آسیايي لوبډلو ۲۳م اتلولي وګټله

کوټه (وېب نيوز) پاکستان د سکواش د آسیايي لوبډلو د اتلولۍ سیالیو په پایلوبه کې جنوبي کوریا ته د دوو پر صفر لوبو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. د پاکستان له لوري عاصم خان او نور زمان خپلې خپلې سیالۍ وګټلې او ملي لوبډلې ته یې د بریا زمینه برابره کړه. تر دې وړاندې پاکستاني لوبغاړو په نیمه پایلوبه کې هم غوره لوبه کړې وه؛ عاصم خان د هانګ کانګ لوبغاړي وانګ چي ته او نور زمان خپل سیال ته د درې پر یوې لوبې په توپیر ماتې ورکړې وه. عاصم خان د اتلولۍ له ګټلو وروسته هوډ څرګند کړ چې د پاکستان لپاره به نور نړیوال ویاړونه هم ګټي.