کوئټه (نوی ژوند نیوز) پشتونخوا نیشنل عوامی پارٹی په خپل بيان کښې ويلي دي چې صوبايي حکومت او اړوندو ادارو له خوا پي ډي اېم اې کښې د ګريډ 16 او 17 مهمو چوکيو د بلوچستان پبلک سروس کمیشن له لارې د پُر کولو پر ځای په مبينه توګه د غير شفاف، مشکوکو او فرضي ټېسټونو له لارې مستقيمې بهرتۍ هڅې د آئین او قانون ښکاره سرغړونه ده او دا د بلوچستان د زرګونو بې روزګاره ځوانانو سره لوی ظلم دی۔ بيان کښې ويل شوي چې بي پي ايس سي يو آئيني او خپلواکه اداره ده چې هدف يې شفاف او د ميرټ پر اساس روزګار برابرول دي، خو د دې پر ځای د سياسي بنيادونو، خپلوان پالنې او شخصي ګټو د لارې نااهله کسانو ته موقع ورکول کېږي۔ په بيان کښې زياته شوې چې بلوچستان له وړاندې نه د بې روزګارۍ او محرومۍ سره مخ دی او که دا چوکۍ د بي پي ايس سي له لارې پُر نه کړل شي نو د ادارو کمزوري او د ولس بې اعتمادي به نوره هم زياته شي۔ ګوند له عدليې او حکومت څخه غوښتنه کړې چې دا بهرتۍ دې فوري بندې شي او ټولې چوکۍ دې د ميرټ، شفافيت او آئيني اصولو مطابق د بي پي ايس سي له لارې پُر کړل شي، او خبرداری يې ورکړی چې که دا لړۍ ونه درول شوه نو د ټولو جمهوري او قانوني فورمونو له لارې به قوي احتجاج کېږي۔
