کوټه (اسټاف رپورټر): میر سرفراز بگٹی د مستونګ د ګنجہ ډهوري سيمې کښې د سي ايم آفس د کارکوونکي انعام شاه او د هغه د ورور فريدالله شاه د بې رحمه وژنې پېښه په سختو ټکو کښې غندلې او د ژورې خواشينۍ او افسوس څرګندونه يې کړې ده۔وزيراعلیٰ بلوچستان د پېښې فوري نوټس اخيستی، له اړوندو چارواکو څخه يې راپور غوښتی او د پېښې په اړه يې د ملزمانو د سمدستي پېژندنې او نيولو امر کړی دی۔ هغه وويل چې د بې ګناه وګړو او سرکاري ملازمينو په وژنه کښې ککړ کسان به هېڅکله د قانون له منګولو بچ نسی ۔
