بېجنګ/کوټه (سټاف رپورټر): شیخ جعفر خان مندوخیل د پاکستان د بېلابېلو سياسي ګوندونو د ګډ پلاوي په مشرۍ بېجنګ ته رسېدلی، چرته چې د پاک چين دوستۍ او دوه اړخيزه تعاون د ډائمنډ جوبلي په مناسبت يو اوونيز سرکاري دور پيل شوی دی۔ د جاري شوي بيان ترمخه دا دوره د چین او پاکستان ترمنځ د ۷۵ کلنې دوستۍ، اقتصادي اړيکو او راتلونکي ستراتيژيک شراکت د لا پياوړتيا په لور مهم ګام ګڼل کېږي۔ سياسي پلاوی به د چين د سولر انرژۍ د پراخ پرمختګ، تاريخي او کلتوري ورثې او سليکون سټريټ جاج اخلي، چرته چې د لرغوني تمدن او سائنسي جدت ښکلی امتزاج ليدل کېږي۔ ټاکل شوې ده چې پلاوی به د کمیونسٹ پارٹی آف چائنا له مهمو استازو سره هم ملاقاتونه وکړي او د نړۍ پر بدلیدونکي سياسي او اقتصادي صورتحال، سی پیک او راتلونکي سيمه ييز تعاون په اړه به د خيالاتو تبادله وکړي۔ ګورنر بلوچستان ويلي چې ګوادر مېګا پروژه د سي پېک روښانه ستوری دی او د دې تر بشپړېدو وروسته به بلوچستان د تجارت، پانګونې او اقتصادي پرمختګ يو مهم نړيوال مرکز وګرځي۔ نوموړي د بلوچستان د سرکاري پوهنتونونو د پرمختګ، د ځوانانو لپاره د سکالرشپونو او تعليمي فرصتونو زياتولو ژمنه هم تکرار کړه۔ په دې پلاوي کښې سينيټر سليم مانډيواله، سينيټر عطاء الحق، ډاکټر عبدالمالک بلوچ، سينيټر کامران مرتضیٰ، مير ضياء لانګو، محمد خان لهړي، سينيټر سعيد الحسن مندوخيل، علاؤالدين مري، برکت علي رند، سيد محمود شاه، بايزيد خان کاسي او نور سياسي مشران شامل دي۔
