کوټه (وېب نیوز)قطر د سعودي عربستان پر پلازمېنه ریاض او نورو سیمو د حوثیانو توغندیز او ډرون بریدونه غندلي او دا یې تېری بللی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو د بریدونو مخالفت کړی او د دغو بریدونو د سمدستي بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
