کوټه (وېب نیوز)د اسرائیل دفاع وزیر اسرائیل کاتز د ایران د اټومي پروګرام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ایران په اړه د اسرائیل ماموریت لا پای ته نه دی رسېدلی. هغه تور پورې کړی چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅې بیا پیلوي، خو ایران خپل اټومي پروګرام سوله ییز بولي. نوموړي د ملي یووالي او دفاعي چمتووالي پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
